انصار: (دکب ۱۹مه)، د عامې روغتیا سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر په لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت په خپرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي افغانستان لپاره د ایران له سفیر، عليرضا بیکدلي سره ولېدل.
په خپرپاڼه کې زیاته شوې چې په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او دوهاړخیزو همکاریو اړوند خبرې وشوې.
جلالي ویلي: «موږ د هېواد روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیالرو، چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولای شو دې برخې کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو.»
یاد وزارت لیکلي، د ایران سفیر روغتیا برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په نږدې راتلونکي کې یې په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/35139